Ghani Kham Poem Dua غنی خان کلیات غنی دعا سترګو د جانان کښے زما ښکلی جهانونه دی وا د خله دنېا زه وږے ستا د دنیا نه یم ګوره د فقیر کچکول کښے تاج د سکندر دے پروت زه یم د سخیانو د شومانو ګدا نه یم زه ئے په غرور درنه د مینے په نوم غواړم زه ملنګ بے نیازه ستا د ویر واویلا نه یم یو د سپوږمئےڅاڅکےورنه ټیک له د یار غواړم زه یم د خوبونو د لالونو ګدا نه یم هغه مستی غواړم چے ئے مرګ نه شی وژلے زه دے د غمونو د بیګا د سبا نه یم او تشه دنیا ګئے که د بخنے نوا ئے امیره ؛ ستا شوه ستا دنیا زه وږے ستا د دنیا نه یم