Ghani Kham Poem Dua | غنی خان کلیات غنی دعا
Ghani Kham Poem Dua
غنی خان کلیات غنی دعا
سترګو د جانان کښے زما ښکلی جهانونه دی
وا د خله دنېا زه وږے ستا د دنیا نه یم
ګوره د فقیر کچکول کښے تاج د سکندر دے پروت
زه یم د سخیانو د شومانو ګدا نه یم
زه ئے په غرور درنه د مینے په نوم غواړم
زه ملنګ بے نیازه ستا د ویر واویلا نه یم
یو د سپوږمئےڅاڅکےورنه ټیک له د یار غواړم
زه یم د خوبونو د لالونو ګدا نه یم
هغه مستی غواړم چے ئے مرګ نه شی وژلے
زه دے د غمونو د بیګا د سبا نه یم
او تشه دنیا ګئے که د بخنے نوا ئے امیره ؛
ستا شوه ستا دنیا زه وږے ستا د دنیا نه یم